په هندوستان کې د پنځه هېوادونو د پخوانیو لوبغاړو کرکټ لوبډلو ترمنځ لوبې چې د مارچ میاشتې په ۷ مه نېټه پیل شوې وې او تمه وه، چې دا لوبې د مارچ تر ۲۲ مې نېټې پورې غځېدلې وای؛ خو په نیمایي کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لغوه شوې. دا لوبې د هندوستان په ممبيي او پونه ښارونو کې روانې وې، چې موخه یې نړۍ ته د امن پېغام ورکول و، ترڅو هغه خلک چې جنګ خوښوي او د سولې پلوي نه وي، پوه کړل شي. سچېن ټېنډولکر، برېټ لي، ټېلی کرټنی دېلشن، برېن لارا او جانټي رودز پکې د لوبډلو لوبډلمشران وو. د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې د نړۍ ډېری هېوادونو کې لوبې او نور د ګڼې ګوڼې جوړولو فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې په ورزش سربیره یې د نړۍ پر اقتصادي وضعیت هم ډېر منفي اغېز کړی دی.