د کرکټ نړیواله شورا وايي چې د کروناویروس د خپرېدو د ویرې او مخنیوي لپاره د کرکټ یو شمېر نړیوالې لوبې او لیګونه ځنډول شوي دي. په تازه اقدام کې د بنګله دېش کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له پاکستان سره یې یوه ورځنۍ او ټست لوبې ځنډولې دي. ټاکل شوې وه چې د بنګله دېش لوبډله د مارچ په ۲۹ مه د پاکستان کراچۍ ښار ته ولاړه شي. همدا راز د پاکستان د سوپرلیګ سیالۍ هم ځنډول شوې دي. جنوبي افریقا هم له هند سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ ځنډولې ده. دا لوبې په هند کې کېدې. ټاکل شوې وه چې د آسترالیا د ښځو د کرکټ لوبدله د سیالیو لپاره جنوبي افریقا ته ولاړه شي، خو هغوی هم خپل دا سفر ځنډولی دی. افغانستان هم د کروناویروس د خپرېدو له کبله د ولایتي لوبډلو ترمنځ د ګریډ۱ سیالۍ وځنډولې. هند هم د کروناویروس له کبله د آی پي ایل لوبې ۲ اونۍ وځنډولې. سریلانکا، نیوزلنډ او آسترالیا هم خپلې داخلې لوبې ځنډولې دي. د کروناویروس دا مهال په ۱۳۹ هېوادونو کې خپور شوی دی او زرګونه کسان یې مړه کړي دي. ډاکټران وايي په هغو غونډو او ځایونو کې چې ۵۰ او یا له ۵۰ ډېر کسان راټولیږي، دا ویروس په ډېرې اسانۍ له یو انسان څخه بل ته انتقالیږي.