د ایران د سپاه پاسداران غړي د بلوچستان مشهورې وسله والې ډلې جیش العدل تښتولي دي. ایراني رسنۍ وایي جیش العدل ډلې داسې انځورونه خپاره کړي دي چې په هغه کې ایراني عسکر ښکاري. د رسنیو د راپورونو له مخې ۱۲ ایراني عسکر چې په هغه کې د سپاه پاسدارن غړي هم شته دي څو ورځې وړاندې د پاکستان او ایران ترمنځ له سرحدي سیمې وتښتول شول. تر دې دمه ددغو عسکر درک نه دی معلوم شوی خو ایران تور پورې کوي چې جیش العدل به پاکستان ته تښتولي وي. په همدې اړه ایراني چارواکو له پاکستان سره اړیکه نیولې ده او ویلي یې دي که دوی یې د عسکرو په پیدا کولو کې همکاري نه شي کولی نو ایران به د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي. ایران وايي دغه ډله په پاکستان کې پټنځایونه لري. خو پاکستان دغه تور رد کړی دی.