امریکا وایي د کرونا ویروس له خطر سره سره دوی له افغانستان د ځواکونو ایستلو ته ادامه ورکوي. د امریکا ددفاع وزارت چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، سره له دې چې د کرونا ویروس خطر د امریکا ګڼ پلانونه او نظامی فعالیتونه ځنډولي خو بیا به هم له افغانستان د ځواکونو وتل له مهالوېش سره سم دوام کوي. دغه سرچینه وايي چې دوی له طالبانو سره د هوکړې عملي کولو ته ژمن دي او په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له مخې باید په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ پورې راکم کړل شي. امریکایي چارواکو څه موده وړاندې خبر ورکړ چې له افغانستان یې د ځواکونو ایستل پيل کړي دي.