ټرمپ وايي اجازه نه ورکوي چې کرونا په امریکا کې اوږدمهاله اقتصادي مشکلات جوړ کړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري غونډه کې ویلي، دمګړی د کرونا ویروس پراختیا د امریکا لوی او واړه شرکتونه سخت زیانمن کړي دي. دده په خبره په راتلونکو پنځلسو ورځو کې پر دې بحث کوي چې څنګه د هېواد د ژغورلو لپاره اقتصادي پلان جوړ کړي او اجازه ور نه کړي چې کرونا امریکا ته اوږدمهاله اقتصادي مشکل جوړ کړي. نوموړي زیانمنو ایالتونو ته د طبي تجهیزاتو پر لېږلو هم ټینګار کړی دی. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۵۸۹ تنو ته ورسید. دغه راز هلته ټولې ۴۴۳۸۷ مثبتې پیښې تر دې دمه ثبت شوې دي.