د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې دغه درې اړخیزه غونډه به په تهران کې جوړېږي او ایران به یې کوربه توب کوي. په راپورونو کې راځي چې په دغه مهمه غونډه کې به ددریو هېوادونو لوپوړي چارواکي ګډون کوي او د چابهار بندر په فعالیتونو کې د چټکتیا راوستل به یې تر ټولو ستر هدف وي. ایران ویلي دوی غواړي په دغه بندر کې کارونه چټک پر مخ لاړ شي نو له همدې امله غواړي په دې برخه کې ستونزې، فرصتونه، پرمختګونه، لاس ته راوړنې او نیمګړتیاوې ددرې واړو هېوادونو د چارواکو حضور ته وړاندې شي. چابهار په ایران کې د هند په مالي مرسته افغانستان ته جوړ شوی بندر دی. دغه بندر د افغانستان، ایران او هند لپاره د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې زرین فرصت ګڼل کېږي. ددې بندر په مرسته به افغان توکي هند او د هند توکي د ایران او افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته لېږدول کېږي.