د مالیې وزارت سرپرست او د نړیوال بانک استازي نن په یوه ګډه خبري غونډه کې د خبریالانو پر وړاندې ددې مرستې خبر ورکړی دی. د مالي سرپرست وزیر همایون قیومي وویل، چې د نړیوال بانک دغه مرسته به په مهمو برخو کې لګول کېږي. د نړیوال بانک چارواکو بیا ویلي، چې ددغه مرستو ستره برخه به د پوهنې، د ښځو د اقتصادي او سوداګریزو مهارتونو د لوړولو او لوړو زده کړو د لا ښه کولو لپاره ولګول شي. په ورته وخت کې د پوهنې وزارت سرپرست هم په دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال د نړیوال بانک له دغه مرستې مننه کړې ده. دده په وینا هڅه به وکړي چې دغه مرستې په مهمو مواردو کې وکارول شي او په اړینو برخو کې ګټه ترې پورته شي. نوموړي ویلي چې د هېواد د پوهنې سکتور لا هم ډېرو مرستو ته اړتیا لري او په وینا یې تیار دی چې نړیوالو او ملي بنسټونو ته د مرستو او مالي لګښتونو په اړه شفاف راپورونه وړاندې کړي. دده په خبره شفافیت ته ژمن دي او په دغه وزارت کې یې پراخ اصلاحات رامنځ ته کړي دي.