د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې په لابراتوارونو کې د کرونا سل مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې له دې ډلې ۲۸ یې مثبتې وې. مثبتو پېښو کې لس په کابل، اته په کندهار، درې په پکتیا، دوې په بلخ، دوې په سمنګانو او یوه یوه په تخار او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې د تازه مثبتو پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۳۳۷ ته رسېدلی دی.