(You Can ACHIEVE MORE) کتاب د شیو کهرا یو بل په زړه پورې اثر دی چې په دې وروستیو کې چاپ او بازار ته راوتلی دی.
کتاب ۲۶۹ مخونه لري او د پیلیزې ترڅنګ ۲۳ څپرکي لري. په کتاب کې د مثبت فکر پر جوړولو او ګټو هر اړخیز بحث شوی دی. نوموړي د یوه خوشاله او هدفمند ژوند لپاره د کړنلارو په جوړښت هم بحث کړی دی. د کتاب د هر څپرکي په پای کې عملي تمرین هم راغلی دی او د دغه کتاب د طرحو په عملي کولو کې له لوستونکي سره د مطلوبې پایلې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
د نوموړي لیکوال لومړنی اثر «ته ګټونکی یې» هغه کتاب و چې د مثبت فکر، خوشاله ژوند او فردي بریالیتوب په اړه بحث یې د میلیونونو لوستونکو پاملرنه را خپله کړه. دا په انګریزي لیکل شوی اثر د لیکوال وروستی اثر دی او د کتاب په ترتیب کې د محتوا او شکل له لحاظه هم نوښت شوی دی. د محتوا له لحاظه د کتاب ادبي زېرمه بډایه ترتیب شوې ده او هم د کتاب ترتیب داسې شوی چې کره خبرې او هغه لارې چې عملي کول یې اړین دي د پام وړ کمپوز او ترتیب خپل کړی دی.
د دغه کتاب په لوستلو سره به لوستونکي دا وړتیا ومومي چې د مثبت فکر په قدرت سره ډېر څه او په متفاوته بڼه ترسره کړي. د شتمنۍ ګټلو او ګټورو کارولو له لارې به یې زده کړې وکړي، د خپلې روغتیا ساتنه به جدي ونیسي، د اړیکو پالل به اغېزناک کړي، په دې سره به د مثبت فکر په مټ بریالی او خوشاله ژوند ولري.
د دغه کتاب او نورو تازه را رسېدلو کتابونو د ترلاسه کولو لپاره مینه وال کولای شي له اکسوس کتابپلورنځي یې په مناسبه بیه ترلاسه کړي.