مور او پلار تل د خپلو ماشومانو له ضد څخه کړېږي. که په دغه حساس وخت کې مور او پلار لږ څه بې غوري هم وکړي، کېدای شي د ماشوم پر راتلونکې منفي اغېز وکړي، خو که یو څه له حوصلې کار واخلي او هغه لارې چارې وکاروي چې ماشوم ته یې ښه روحیه ورکړي، هم به یې ماشوم ښه روزلی وي او هم به دوی نه وي په عذاب. له دې ستونزو سره مبارزه اسانه ده.
لومړی ټکی دا دی چې له داسې بوختوونکو کارونو څخه ګټه واخلي چې وکولای شي هم خپل ضدي ماشوم ارام کړي او هم یې د یوه وخت لپاره درسره همکار کړي. فرض کړی د خپلو ماشومانو غاښونه بورس کوی، خو ماشوم مو درته خپله خوله نه وازوي، د نوکانو اخیستلو پر وخت درته لاس یا پښې په سم ډول نه نیسي، څه باید وکړئ؟ ماشوم مو وخندوئ، د ماشوم خندول د مسواک وهلو او یا هم د درملو خوړو ته تر ټولو غوره لاره ده. کله چې ماشوم خاندي، نه یوازې دا چې فکر یې بل ځای نه وي مصروف، بلکې خوله یې هم وازه وي.
ماشوم ته مو د خپل کوچنیوالي په اړه خبرې وکړئ. د دې لپاره چې ماشوم مصروف وساتی، تر ټولو غوره لاره یې دا ده چې ماشوم ته مو کیسې او داستانونه ولولئ.