افغان حکومت وایي له خپلو زندانونو ترپنځلس سوه پورې بندیان خوشي کوي. د ملي امنیت شورا د سلاکار ددفتر ویاند جاوید صدیقي ویلي تر دې دمه یې په درېیو پړاوونو کې ۳۶۰ طالب بندیان خوشي کړي دي. هغه وایي چې د سولې لپاره د اقداماتو په لړ کې او همدا راز له کرونا سره د مبارزې په موخه د ولسمشر په فرمان تر پنځلس سوه طالب بندیان په راتلونکو ورځو کې له زندانونو خوشي کېږي. دده په خبره د زندانیانو د خوشي کولو لړۍ به دوام لري او د ټاکل شوو لومړیتوبونو او مواردو پر بنست به طالب زندانیان خوشي کېږي. بلخوا طالبانو هم پرون د افغان حکومت شل بندیان خوشي کړي دي. دې مسئلې د دواړو ترمنځ د سولې په برخه کې د پرمختګونو لپاره هیلې پیدا کړې دي.