د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې درېواړو په تهران کې په دغه بندر کې پر مهمو پرمختګونو خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه بندر کې پر ټولو ستونزو، پرمختګونو، خنډونو او راتلونکو هیلو باندې بحث شوی دی او ستونزو ته د حللارو پیدا کولو هڅه شوې ده. په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ټولو ستونزو د ارزولو، پیدا کولو او حللارو لټولو لپاره دې د درېیو هېوادونو یوه کمېته وټاکل شي. دغه کمېټه به په راتلونکو دوو میاشتو کې خپله لومړنۍ غونډه په چابهار بندر کې کوي او د ترانزیت، ګمرکاتو، لوجستیک او نورو مواردو د اسانولو لپاره به خپل نظریات سره شریکوي. د هند استازي په دغه غونډه کې ویلي، چې د چابهار بندر په اړه راتلونکې درې اړخیزه غونډه به د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې په هند کې جوړېږي. چابهار بندر په ایران کې د هند په مرسته د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې په مرسته به یې هند له افغانستان او منځنۍ اسیا او همدا راز افغانستان له هند او نورو هېوادونو سره ونښلول شي.