د هند لومړي وزیر نریندار مودي په خپلو وروستیو څرګندونو کې هغه راپورنه رد کړي، چې ګواکي ددغه هېواد په روغتونونو کې پر کرونا اخته مسلمانان نه بستري کېږي. نوموړي زیاته کړې، نه یوازې په هند کې بلکې د نړۍ ټول خلک باید سره یو موټی شي او پرته له دې چې دیني او مذهبي توپیر وکړي، د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ګډه سره لاس په کار شي. دی وایي، ټولو هند ميشتو ته یې په مساوي ډول روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړې دي. مودي دغه څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواګي په هند کې پر کرونا ناروغۍ اخته مسلمانان په روغتونونو کې نه بستري کېږي او حکومت ورته ځانګړې پاملرنه نه کوي.






































