د افغانستان بانک وایي، د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ به ۲۲ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي. د یاد بانک لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا اندازه پیسې به د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې لیلام کړي. یاد بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو نه چې د شرایطو لونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. د سرچینې په وینا د لیلام ګټونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي. د افغانستان بانک دا ګام وروسته تر هغه اخلي چې په بازار کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د تېر په پرتله ډېر را ټیټ شوی دی.