امریکا وایي افغانان هېڅ وخت دومره سولې ته نه وو نږدې شوي. په ناټو سازمان کې د امریکا استازې کې بیلي هاتسن په یوه اعلامیه کې ویلي د ناټو ټول غړي هېوادونه ددې ملاتړي دي چې باید په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي. د نوموړې په خبره طالبانو ته په کار ده چې د افغان حکومت له پلاوي سره خبرو ته کېني او جګړه ودروي. هاتسن زیاته کړې افغانان هېڅ وخت دومره سولې ته نه وو نږدې شوي او اوس ددې وخت دی چې له دغه فرصت ګټه پورته کړل شي. نوموړې پر افغان سیاستوالو او طالبانو غږ کړی چې خپل اختلافونه ختم کړي او د مذاکراتو له لارې خپل جګړه ځپلي هېواد او خپلو خلکو ته سوله ډالۍ کړي.