شنبه, مارچ 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    القره داغي: د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده

    غزني کې د ۱۳۰ میګاواټه لمریزې برېښنا دستګاه جوړیږي

    مجاهد: که کابل ویشتل کېږي نو اسلام اباد به هم ویشتل کېږي

    یوناما: د پاکستان هوايي بریدونو کې ۵۶ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي

  • نړۍ

    ټرمپ: د وسلو د تولید کچه څلور برابره لوړوو

    په پاکستان کې د تېلو بیې لوړې شوې دي

    امریکا د ایران په جګړه کې هره ورځ نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالره لګښت لري

    Portrait of American financier Jeffrey Epstein (left) and real estate developer Donald Trump as they pose together at the Mar-a-Lago estate, Palm Beach, Florida, 1997. (Photo by Davidoff Studios/Getty Images)

    راپورونه: د اپسټین د قضیې ورک شوي اسناد به بېرته خپاره شي

    نیوزیلینډ؛ له منځني ختیځه د خپلو ۳زره وګړو د اېستلو لپاره دوه پوځي الوتکې استوي

    الجزیره: تېرو ۵ ورځو کې په ایران کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

    منځني ختیځ کې په تېرو ۵ ورځو کې تر ۲۰زره ډېرې الوتنې لغوه شوې

    د ایران دفاع وزارت: تر اوسه مو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

    د پنا غوښتنې اداره: تیر کال غوښتنلیکونو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی

  • دریځ

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

    د ژمي ساړه او د انساني همدردۍ مسؤلیت

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د فراه د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

اکتوبر 28, 2018
in پوهنتون
0 0

فراه د افغانستان په لوېدیځ کې د هېواد يو له پراخو ولايتونو څخه دى. دغه ولایت له هرات، نیمروز، هلمند او غور ولایتونو سره د ګډې پولې تر څنګ، په لوېدیځ  کې له ايران سره هم  ۲۹۰ کیلومتره پوله لري او مرکز يې (فراه ښار)  له  پلازمېنې کابل څخه ٨٤٠ کیلومتره لرې پروت دی. فراه ټولټال ۳۰۹ ښوونځي لري چې ٧٩ يې لېسې، ٨٨ يې منځني ښوونځي او ١٢٧ يې لومړني ښوونځي دي. دغه راز په دغه ولايت کې د ديني زده کړو ۱۶ مرکزونه موجود دي چې يو يې دارالعلوم، ۱۱ يې تر ١٢م ټولګي پورې ديني مدرسې او ۳ يې دارالحفاظونه دي. د فراه په مرکز کې د غضنفر د روغتيايي علومو دولتي انسټېټيوټ اړوند د نرسنګ او قابلګۍ د زده کړو مرکزونه هم فعاليت لري. په دغه ولايت کې د غرجستان په نوم يو خصوصي پوهنتون او ۸ خصوصي ښوونځي هم فعاليت لري او په جوماتونو کې يې  د ديني زده کړو درسونه هم شته دي. دغه راز په خصوصي برخه کې د لمر د صحي علومو انسټېټيوټ د نرسنګ او قابلګۍ په برخو کې محصلینو ته هم زده کړې ورکوي.  فراه د لوړو زده کړو موسسه هم لري چې چارې یې رسماً په ۱۳۹۱ ل کال کې پیل شوې دي. د لوړو زده کړو دغه موسسه دوه پوهنځي لري. د فراه د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د فراه د مخورو او ځوانانو له پرله پسې غوښتنو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ په حکم او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۹۱ ل کال کې کېښودل شوه. د لوړو زده کړو دې موسسې په لومړي کال یو پوهنځی (کرنه) درلود چې دوه ډېپارټمنټونه (اقتصادي کرنه او اګرانومي) یې درلودل. د فراه د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار محمد یونس امیني وایي، په ۱۳۹۲ل کال کې یې د ښوونې او روزنې پوهنځي منظوري هم واخیسته او په همدې کال یې چارې هم رسماً پیل کړې. د فراه د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځی اووه ډېپارټمنټونه لري چې له پښتو، دري، انګلیسي، کیمیا، بیولوژي، فزیک او ریاضي څخه عبارت دي. ښاغلی امیني وایي، له هغه وروسته یې هم د پوهنځیو د زیاتېدو لپاره هڅې کړې دي، خو له بده مرغه غوښتنې یې د لوړو زده کړو وزارت له خوا نه دي منل شوې. دی وایي، اوس اوس یې د دوو نورو پوهنځیو لپاره ځینې ګامونه اخیستي چې په نږدې راتلونکي که به د فراه د لوړو زده کړو موسسه د اقتصاد او حقوقو پوهنځیو درلودونکې شي.

پوهنیار امیني وایي، د فراه د لوړو زده کړو موسسې د کرنې په پوهنځي کې اوسمهال ۵۲۰ تنه محصلین پر زده کړو بوخت دي چې له دې ډله یې  څلور تنه نجونې دي. دغه راز د دې موسسې د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې بیا ۷۷۸ محصلین پر زده کړو بوخت دي چې ۱۹۴ یې نجونې او ۶۸۴ یې نارینه دي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسې په دوو پوهنځیو کې د تدریس چارې اوسمهال د ۵۵ تنو استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي چې اووه تنه یې ښځینه دي. د ۵۵ استادانو له ډلې، ۱۰ تنه یې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او ۱۴ نور یې اوس عملاً په کور د ننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل دي. ښاغلی امیني وایي، هڅه کوي چې د پاتې نورو استادانو لپاره هم په ماسټرۍ پروګرام کې د شامېلېدو چانس برابر کړي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې کتابتون نه لري، خو پوهنیار محمد یونس امیني وایي چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ورته یو نیم لک ډالر ځانګړي شوي، څو د دې موسسې لپاره یو مجهز کتابتون جوړ کړي. ښاغلی امیني وایي، د کتابتون چارې یې پنځوس سلنه مخ ته تللې دي چې ډېر ژر به یې پاتې کارونه هم بشپړ شي او د فراه د لوړو زده کړو موسسه به د یوه پر مختللي کتابتون درلودونکې شي. دا چې وار له مخه د دغه کتابتون لپاره کتابونه را ټول یا اخیستل شوي که نه؛ په اړه یې معلومات نشته.

د فراه د لوړو زده کړو موسسې تر دې مخکې لیلیه نه درلوده، خو د ښاغلي امیني په خبره اوسمهال ورته د لوړو زده کړو وزارت په مالي مرسته د ۲۰۰ کسانو لپاره مجهزه لیلیه جوړېږي چې چارې یې تر ډېره مخ ته تللې دي او ډېر ژر به پرانیستل شي.

د فراه د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې هغسې چې لازمه ده ډېر امکانات نه لري. د دې موسسې رییس وایي، دوی اوسمهال یوه اداري ودانۍ، د کرنې پوهنځي ودانۍ، د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ، د لیلیې نیمه کاره ودانۍ او نیمه کاره کتابتون لري. د ښاغلي امیني په خبره، د ای ټي د مرکز لپاره هم ور سره لوړو زده کړو وزارت یو څه مرسته کړې ده او ټاکل شوې چې په عموم کې د موسسې لپاره یو لابراتوار هم جوړ شي، خو هغه ډول چې لازمه ده امکانات په واک کې نه دي ورکړل شوي.

دا چې د فراه دلوړو زده کړو موسسه نوې تاسیس شوې او  له ښار او بازار لرې ده، نو استادان او محصلین دواړه یې له ترانسپورټي ستونزو سره مخ دي. دغه راز په زېربنایي، تشکیلاتي، ظرفیت لوړولو او انټر نېټ برخه کې چې نن سبا د مطالعې او څېړنې لپاره ضروري دي، هم دغه موسسه له ستونزو سره مخ ده. د دې موسسې رییس وایي، په ځلونو یې له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کړې چې د فراه د لوړو زده کړو موسسې لپاره تشکیل زیات  کړي او نوي پوهنځي چې د فراه لپاره ضروري بلل کېږي، ورته منظور کړي؛ خو تر اوسه پورې یې په غوښتنو چا غوږ نه دی ګرولی. امیني وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې غوښتنه دا ده چې له دې موسسې سره په هر اړخیزه توګه مرسته وکړي، څو د احاطې، جومات، ژورو څاګانو، شنې ساحې، لابراتوارونو، لیلیې، سپورټي میدانونو او نورو اړینو شیانو درلودونکې شي.

پوهنیار محمد یونس امیني نوی د فراه د لوړو زده کړو موسسې د رییس په توګه ټاکل شوی دی. نوموړی وايي، د دې موسسې د پرمختګ او نویو پوهنځیو د پرانیستلو لپاره یو لړ پروګرامونه لري چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو دغه موسسه نوره هم وده وکړي.

Share10Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ولیدل

مارچ 7, 2026

د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرس ۴مې غونډې د خلکو د ژوند په اړه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه

مارچ 7, 2026

د چين په لوړو زده کړو کې د شمولیت کچه له ۶۰٪ څخه اوښتې ده

مارچ 7, 2026
_cuva

د چین د فلمي ټکټونو عوایدو د نړۍ لومړی مقام خپل کړی دی

مارچ 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In