د بغلان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د بورکې ولسوالۍ په فلول دره کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د يو استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوي چې په دريو مياشتو کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د بغلان د کلیو د پراختیا ریيس اول خان احمدزي ویلي، هر کال به سېلابونو د فلول درې ٢٥٠٠ کورنۍ له ستونزو سره مخ کولې چې د دغه دېوال په جوړېدو سره به یادې ستونزې حل شي.
نوموړي ویلي: «د ډېرو خلکو کورونه يې هم وړي، خو دا ځل ورته د اته ميليونه افغانيو په لګښت ٤٣٠ متره استنادي دېوال جوړېږي، څو د خلکو دغه مشکل حل شي.»
چارواکي وایي، په دغه پروژه ټولټال اته میلیونه ډالره لګښت راځي چې د کليو د پراختيا وزارت له لوري ورکول کېږي.