د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا څار ادارې (سیګار) په افغان جګړه کې د وژل شویو او ټپیانو امریکایي سرتېرو شمېر اعلان کړی دی. د یادې ادارې په تازه راپور کې راغلي، چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې په افغانستان کې ۲۴۳۹ امریکایي عسکر او پرسونل وژل شوي او ۲۰۶۶۳ نور ټپيان شوي دي. راپور کاږي په افغانستان کې په امریکایي عسکرو باندې تر ټولو ډېر بریدونه د سږکال په لومړیو درېیو میاشتو کې شوي چې پکې اووه امریکایي عسکر وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي. راپور کې د افغانانو د مرګ ژوبلې د ټول شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي خو ویل شوي چې له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې په جګړو کې څه باندې ۳۵۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي چې ډېر مسولیت یې طالبانو ته ورګرځي.