فارياب نه له وروستيو جګړو مزارشريف ښار ته را کډه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. یادې کورنۍ چې د مزارشريف ښار په يوه دښته کې بې سرپناه او خېمو کې ژوند کوي، زياتوي چې د خوړو لپاره هېڅ نه لري، دغه راز د يخنۍ له ګواښ سره مخ دي. بلخوا د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين هم مني چې وروستيو اونيو کې له فارياب نه لسګونه کورنۍ مزارشريف ښار ته ورکډه شوې دي. د دوی په خبره، له بېځايه شوو کورنيو سره د لومړنیو توکو د مرستو په موخه يې د هغوی سروې پيل کړې ده. د جګړو له امله دغه بېځايه شوې کورنۍ له حکومته د مرستې غوښتنه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د تازه راپورونو له مخې سږ کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله د بې ځایه شویو کورنیو شمېر خورا لوړ شوی او که ورسره بېړنۍ مرستې ونه شي نو له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.