د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل، چې ۹۵ سلنه د مالیاتي جرایمو معافیت د مالي کال تر وروستیو پورې تمدید شوی دی. هغه د مالیاتي جرایمو د معافیت وروستۍ نېټه د روان لمریز کال د لېندۍ میاشتې وروستۍ ورځې په ګوته کړې دي. یاد وزارت دغه راز له سوداګرو وغوښتل چې په ټاکل شوې موده کې دې خپل مالیات تصفیه کړي. د سرچینې په وینا د نوي طرزالعمل مطابق هغو شرکتونو چې مالیه یې نه ده ورکړې ۹۵ سلنه ورته معاف کېږي، خو خپله اصلي او پاتې پنځه فیصده مالیه باید پرې کړي. نوموړي وویل، له دې کار نه یې موخه د سوداګرو هڅونه ده. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې ۲۰ میلیونه افغانۍ مالیاتي جریمه معاف شوې او شاوخوا اته میلیونه اصلي مالیه د دولت عوایدو ته جمعه شوې ده.