پنجشنبه, اپریل 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي ګټه وټه

سږ کال د نړۍ لس خوښ هېوادونه کوم وو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

اکتوبر 29, 2018
in ګټه وټه
0 0

د ملګرو ملتونو د دایمي پراختیا د حللارو سازمان  هر کال د نړۍ خوښۍ (World Happiness Report) په نوم یو راپور خپروي چې پکې د نړۍ د خوښو هېوادونو نوملړ هم وي. ناخالص کورني تولیدات، ژوند ته تمه او ډېر نور شیان هغه څه دي چې له مخې یې دغه درجه بندي ترسره کېږي. په دې لیکنه کې مو په ۲۰۱۸ ز کال کې د نړۍ له لسو خوښو هېوادونو خبروو. که غواړئ پوه شی چې دا هېوادونه کوم دي، نو لیکنه تر پایه ولولئ.

د (نړۍ خوښۍ) په راپور کې د نړۍ ۱۵۶ هېوادونه د شپږو عواملو له مخې درجه بندي شوي دي. په دغو عواملو کې ناخالص کورني تولیدات، ژوند ته تمه، ټولنیز ملاتړ، سخاوت، ازادي او فساد شامل دي؛ خو سږ کال د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو خوښي هم په لږ تر لږه ۱۱۷ هېوادونو کې څېړلې ده. یو څه چې ډېر مهم دي، د سیل او چکر ځایونو په دې برخه کې هېڅ رول نه دی لوبولی؛ ځکه داسې هېوادونه هم شته چې د سیل لپاره خورا ښه ځایونه لري، خو په دې نوملړ کې نه دي راغلي.

۱- فنلنډ؛ په ۲۰۱۸ ز کال کې د نړۍ تر ټول خوښ هېواد

سږ کال د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد فنلنډ بلل شوی دی. د ژوند شرایط پکې خوار ښه او لوړ دي. فنلنډ هغه هېواد بلل شوی چې ژوند ته ور پېښېدونکي ګواښونه پکې بېخي کم او د نړۍ په کچه یو سوله ییز هېواد دی. د ملګرو ملتونو د دایمي پراختیا د حللارو سازمان فنلنډ د کډوالو لپاره تر ټولو امن ځای او یو داسې هېواد یاد کړی چې کډوال ورته اوس د خپل هېواد او کور په سترګه ګوري او ژوند یې پکې په خوښۍ او خوشالۍ تېرېږي.

فنلاند، شادترین کشور دنیا

۲– ناروې؛ هغه هېواد چې تېر کال په لومړي مقام کې و

ناروې تېر کال د خوښو هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی و. دغه هېواد د اروپا له تر ټولو ښکلو هېوادونو څخه دی. که تاسو د ناروې په لارو او کوڅو کې ګرځی، د اوسېدونکو پر شونډو مسکا او پر تندي یې خوښي له ورایه ښکاري. ناروې د خپلو ګاونډیو هېوادونو په څېر له پوره امن او سولې برخمن هېواد دی چې د نړۍ د بریالیو هېوادونو په کتار کې هم راځي. که کله دغه هېواد ته په سفر ولاړئ، نو له اوبو څخه د ډکو درو او ښکلو منظرو یې هرو مرو لیدنه وکړئ او خوند ترې واخلئ.

نروژ، شادترین کشور دنیا

۳- ډنمارک

ډنمارک په ۲۰۱۶ ز کال کې د نړۍ د خوښو هېوادونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی و او تېر کال په دویم کتار کې راغلی و، خو سږ کال یې چې درېیم ځای خپل کړی؛ لا یې هم په اوسېدونکو کې هغه پخوانۍ خوښي له ورایه ښکاري؛ ځکه د دغه هېواد د وګړو لپاره د ژوند کولو ټول امکانات برابر دي. په ښو شرایطو او امکاناتو برابر د زده کړو، روغتیا او ژوند ټولې اسانتیاوې ورته په پام کې نیول شوې دي. یعنې ویلای شو چې ډنمارک د نړۍ هغه هېواد دی چې ژوند پکې اسانه او اوسېدونکي یې له هېڅ راز امنیتي تهدید سره مخ نه دي.

دانمارک، شادترین کشور دنیا

۴- ایسلنډ؛ د نړۍ سوله غوښتونکی او بې پرې هېواد

ایسلنډ د نړۍ د سوله غوښتونکو او بې طرفه هېوادونو په ډله کې راځي. د اوسېدونکو لپاره یې د ژوند، ښې روغتیا او زده کړو وړیا زمینه برابره ده، نو له همدې کبله هر کال د نړۍ د لسو خوښو هېوادونو په کتار کې راځي. دغه هېواد د سیل او چکر لپاره خورا په زړه پورې ځایونه او منظرې لري چې په دې وروستیو کلونو کې یې د سیلانیانو شمېر څلور برابره لوړ شوی دی او لا هم د نورو سیلانیانو د جذب په حال کې دی. په زړه پورې خو دا ده چې د ایسلنډ په لسو کې یوه اوسېدونکي یې کتاب چاپ کړی دی، نو له همدې کبله یوازینی هغه هېواد دی چې نفوس ته په کتو یې د لیکوالانو شمېر زیات دی.

ایسلند، شادترین کشور دنیا

۵- سویس

سویس په ۲۰۱۵ ز کال کې د نړۍ د خوښو هېوادونو په نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی و، خو سږ کال بیا په پنځم کتار کې راځي. له دې تنزل سره سره بیا هم دغه هېواد د خپلو اوسېدونکو لپاره تر ټولو خوښ او په زړه پورې ځای دی. د خوښۍ راز یې په دې کې دی چې سویس، تر ټولو د منظم مالیاتي نظام، ښه جوړښت او ښه اقتصاد درلودونکی دی او تر ټولو ښه یې دا چې زده کړو ته پکې ډېر ارزښت ورکول کېږي او د نورو هېوادونو په پرتله په دې برخه کې ډېر امکانات لري. د الپ د غرونو تازه را الوتې هوا هغه څه دي چې له کبله یې د سویس اوسېدونکي هر سهار د یوې روښانه او خوشاله راتلونکې پر لور ګامونه اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته وړي.

سوئیس، شادترین کشور دنیا

۶- هالنډ؛ ارام او غلی هېواد

هالنډ د لېبرالیسټي چلند له کبله، د ښه ژوند او ازادې سوداګرۍ له کبله په نړۍ کې مشهور دی. دغه هېواد سږ کال د خوښو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای خپل کړی دی. که کله هالنډ ته لاړی، نو له بادي ژرندو یې هرو مرو لیدنه وکړئ او د بایسکېل سپرلي خو چې بېخي درنه هېره نه شي، له دغو دواړو کارونو پوره خوند اخیستلی شی. او که غواړی چې د اروپایانو اصلي فرهنګ ووینی، نو امستردام ته هم یو سر ور ښکاره کړئ. د دغه هېواد خلک هم خورا خوښ او له ژونده راضي ښکاري.

هلند، شادترین کشور دنیا

۷- کاناډا

کاناډا د امریکا تر ټولو لوی ګاونډی هېواد دی. په دغه هېواد کې خوښۍ څپې وهي، د هر کاناډایي پر شونډو موسکا له ورایه ښکاري. د دغه هېواد نفوس کم، خو د سیل او چکر لپاره خورا ښکلي او ډېر ځایونه لري. دغه هېواد سږ کال د خوښو هېوادونو په نوملړ کې اووم ځای خپل کړی دی.

کانادا، شادترین کشور دنیا

۸- نیوزیلنډ

د سیلانیانو د خوښې تر ټولو ښه ځای نیوزيلنډ دی. ارامه او له سکونه ډکه فضا نه یوازې خپله د دغه هېواد د وګړو لپاره په زړه پورې ده، بلکې ډېری نور کسان یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه هم ور جذب کړي دي. دا هغه هېواد دی چې هر کال یو زیات شمېر سیلانیان د ښکلو منظرو، پاکې هوا او له سکونه ډک چاپېریال لپاره دغه هېواد ته ورځي. دغه هېواد سږ کال د خوښو هېوادونو په کتار کې اتم ځای خپل کړی دی.

نیوزلند، شادترین کشور دنیا

۹- سويډن

سويډن سږ کال د خوښو هېوادونو په کتار کې یو ګام مخکې راغلی او ځای یې اسټرالیا ته پرېښی دی. دغه هېواد له خورا ښکلي او شین طبیعت څخه برخمن دی، خو ښارونه یې بیا د انسانانو پر لاس دومره ښکلي شوي چې ان تصور یې هم نه شي کېدای. د دغه هېواد ښارونه ښکلو ودانیو او له ښاره بیرون سیمې یې بیا شنو درو او په ټوله کې ښکلي طبیعت ښکلې کړې دي چې هغه د چا خبره د مړو زړونه پکې را ژوندي کېږي. دغه هېواد له هره اړخه خورا ډاډمن او د اوسېدونکو لپاره یې د ژوند ټول شرایط په پام کې نیول شوي دي او په پوره خوښۍ پکې ژوند کوي.

سوئد، شادترین کشور دنیا

۱۰– اسټرالیا

اسټرالیا هغه هېواد دی چې سږ کال یې د خوښو هېوادونو په کتار کې لسم ځای خپل کړی دی. ډېر طلایي رنګه سواحل، څلور فصله په زړه پورې هوا، زړه وړونکی طبیعت، ګڼه ګوڼه او د ژوند له اړخه پر ټولو معیارونو برابروالي له کبله اسټرالیا په نړۍ کې مشهور هېواد دی، خو په دغه نوملړ کې سږ کال یو ګام وروسته شوی دی. د دغه هېواد خلک هم په خورا خوښۍ خپل ژوند کوي او له هره اړخه یې د اوسېدونکو ژوند په ښه حالت کې دی.

که غواړی پوه شی چې سږ کال د خوښو هېوادونو وروستی هغه یې کوم دی، نو هغه له (بورونډي) پرته بل هېواد نه دی. له دې وړاندې بیا د مرکزي افریقا جمهوریت، جنوبي سوډان او تانزانیا هغه هېوادونه وو چې د دغه نوملړ وروستۍ شمېرې یې خپلې کړې وې.

استرالیا، شادترین کشور دنیا

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026

دوه پاکستاني ستورمزلي به د چین په روزنيز کورس کې برخه واخلي

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In