د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي، د بنګله دېش شپږم پړاو کرېکټ لیګ لپاره ۱۹ افغان لوبغاړي وړاندې شوي وو چې له دې ډلې ۷ تنه یې په دغه لیګ کې د لوبېدو لپاره اخیستل شوي دي.
حضرت الله ځاځی د ډهاکې له خوا، شهزاد محمدي د چټاګانګ له خوا او دغه راز قیس احمد د ډرافټ پروسې تر پیل وړاندې اخیستل شوی و. ګلبدین نایب د سیلهیټ سیکسرز له خوا، نجیب ځدران د چټاګانګ له خوا، ظاهرخان د خولنا ټایټنز له خوا او وقار سلام خېل د کومیلا ویکټورېنز لوبډلې له خوا پېرل شوي دي.
په ۱۹ وړاندی شویو افغان لوبغاړو کې شاهد الله کمال، ضیا الرحمان اکبر او دروېش رسولي هم شامل وو. په ورته وخت کې نبي عیسی خېل، راشد خان او مجیب ځدران بیا د اسټرالیا په (بېګ باش) کې د لوبېدو له کبله له بنګله دېش لیګ نه تېر شوي دي.