په افغانستان کې د زعفرانو قاچاق او غیرو مستقیمو وارداتو افغان سوداګرو او د زعفرانو بزرګرانو ته زیان اړولی دی. د افغانستان د متشبیثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا ویلي، افغانستان ته د بې کیفیته زعفرانو واردات د دې لامل شوي چې په هېواد کې د زعفرانو بیه راټيټه او افغان سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان واوړي. نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د بې کیفیته زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي، کنه نو دلته به د زعفرانو کښت او صادراتو ته جدي زیان ورسېږي. تر دې وړاندې بیا د کرنې او مالدارۍ وزارت د روانې میلادي میاشتې په پیل کې له بهره هېواد ته د زعفرانو د پیازو واردات منعه کړي وو.