افغانستان او ایران د چابهار بندر په برخه کې د همکاریو پر ډېرولو ټينګار کړی دی. ایراني رسنۍ وایي چې د افغانستان د ترانسپورت وزارت یو لوپوړی پلاوی ایران ته تللی دی او د چابهار بندر په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې په دغه پلاوي کې افغان چارواکو ویلي چې ایران او افغانستان د چابهار بندر په اړه خپلې همکارۍ ډېروي او په بشپړه توګه دې ته ژمن دي چې له دغه بندر د صادراتو او وارداتو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي. څه موده وړاندې هم د همدې بندر په اړه د ایران، هند او افغانستان ترمنځ یوه درې اړخیزه غونډه شوې وه. په دې غونډه کې هوکړه شوې چې چابهار بندر کې به ټولې ستونزې د درېیواړو هېوادونو د حکومتونو له لوري په ګډه حل کېږي، څو دغه بندر ژر تر ژره د نړیوالې راکړې ورکړې لپاره تیار کړل شي.