پاکستان طالبان د یوه پیاوړي لوبغاړي په توګه په افغانستان کې حفظ کړي دي. د کونسل ان فورین رلېشن په نامه یوې وېبپاڼې پخپله یوه مقاله کې د افغان سولې په اړه ځینې خبرې کړې دي. په مقاله کې راځي، امریکا غواړي د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل کړي له همدې امله یې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار ټاکلی دی. په مطلب کې راځي، که امریکا بریالۍ شي چې د افغانستان جګړه ختمه کړي، نو دا به د ټرمپ حکومت ته ستره بریا وي. سرچینه لیکي، خو له دې ټولو هڅو سره سره، پاکستان هغه هېواد دی، چې طالبان یې په افغانستان کې د یوه قوي لوبغاړي په توګه ساتلي دي او ملاتړ یې کوي. په مقاله کې راځي تر هغه چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس په سر نه شي او دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره نه کړي، نو د روانې جګړې پای ته رسول ستونزمن کار دی. سرچینه کاږي، پاکستان د هند له وېرې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی یې قوي ساتلي دي. په مطلب کې راځي، چې که په افغانستان کې سوله وشي، نو ښایي په لنډ مهاله کې ځينې اړخونه زیان وکړي خو په اوږدمهال کې دغه سوله د افغانستان، امریکا، طالبانو، پاکستان او ټولو ښکېلو اړخونو په ګټه تمامېږي.