روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۷۱۶ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۳۱۴ هغو پایله مثبته وه. په دې سره پر یاده ناروغي د اخته کسانو ټول شمېر ۳۳ زره او ۹۰۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۰ کسان مړه شوي او ۱۴۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۹۵۷ او د بېرته رغېدلو هغه بیا شل زره او ۸۴۱ ته پورته شوی دی.