د کونړ د کرنې او مالدارۍ رییس انجنير انعامالله ساپي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، د وېش دغه لړۍ یې له مرکز اسعداباده څخه پيل کړې چې په هر یوه کروندګر به ۵۰ کېلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کېلو ګرامه کيمیاوي سره ووېشي.
بلخوا بیا د کونړ کروندګر وايي، د کرنې ریاست دې د دوی د للمې ځمکو د خړوبولو لپاره له سینده د اوبو راپورته کولو په خاطر له لمریزې برېښنا ګټه واخلي، څو يې کښتونه د تېر کال په څېر بیا د وچکالۍ په وجه ونه سوځي.
کونړ د هېواد په ختیځ کې یو غرنی او لرې پروت ولایت دی چې دوه سیندونه لري او ګڼ اوسېدونکي يې په مالدارۍ او کرکيله بوخت دي، خو تېر کال وچکالۍ سخت ځپلی او اوس د کرنې او مالدارۍ ریاست ورته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورکوي.