جمعه, اپریل 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    بغلان کې د نساجي فابریکه هره ورځ نږدې ۲۰۰۰ متره ټوکر تولیدوي

    اسلام‌کلا بندر؛ څه باندې ۳۳ ټنه بې‌کیفیته اوسپنیز مواد بېرته مسترد شول

    د بهرنیو اتباعو د کاري ویزو او جوازونو د تنظیم په اړه ناسته وشوه

    مطیع‌الحق خالص؛ د ایکولوژیکي سرمشرییزې پرانیسته کې ګډون کړی

  • نړۍ

    د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا اعلان کړې ده

    پزشکیان: د ژمنو ماتول او بندیزونه د ایران او امریکا د خبرو خنډ دي

    امریکا له ایران سره اوربند غځولی دی

    قالیباف: ایران د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې نه مني

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    محمد رضا عارف: د هرمز تنګي امنیت د اقتصادي او پوځي فشارونو سره تړاو لري

    ټرمپ: جي‌ډي‌ ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د ایران سره د خبرو د نوي پړاو مشري ونه کړي

    پاکستان؛ کراچۍ کې روان کال دترافیکي پېښو له امله ۳۱۲ کسان مړه شوي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

نمر د لوړو زده کړو موسسه

حمیدالله حمیدي

جولای 12, 2020
in پوهنتون
0 0

نمر د یوه تعلیمي بنسټ په توګه له ۱۳۸۶ کال راهیسې فعالیت پیل کړی دی. د دې بنسټ مشر ښاغلی عبدالله منیب وایي، د سیمې د علم دوسته خلکو له پرله پسې غوښتنو وروسته دې ته اړ شول چې د کندوز ولایت ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره  کړي. دی وایي، په همدې موخه په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د نمر تعلیمي بنسټ اداره وتوانېده چې د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ، د لوړو زده کړو موسسې جواز واخلي او رسماً په دې برخه کې په دوو پوهنځیو کې محصلین جذب کړي.

ښاغلی منیب وایي چې د کندوز د خلکو اړتیاوو ته په کتو یې په هماغه لومړي سر کې لوړو زده کړو وزارت ته د دریو پوهنځیو (حقوق او سیاسي علومو، کمپیوټر ساینس او ښوونې او روزنې) د منظورۍ غوښتنلیک سپارلی و، خو د لوړو زده کړو وزارت د قانون او مقرراتو پر بنسټ ورته د دوو پوهنځیو (حقوق او سیاسي علومو او کمپیوټر ساینس) منظورۍ ورکړې. دی وایي چې حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی یې دوه ډېپارټمنټونه (قضا او څارنوالي او اداره او ډیپلوماسي) او کمپیوټر ساینس پوهنځی یې بیا درې ډېپارټمنټونه (سافټویر انجنیري، آی ټي او ډېټا بس) لري. دی وایي، یاد پنځه واړه ډېپارټمنټونه فعال دي او عملاً محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

په نمر د لوړو زده کړو موسسه کې اوسمهال د اوو سوو په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې د ۲۰۰ په شاوخوا کې ښځینه محصلینې دي. ښاغلی منیب وایي، دا چې کندوز ولایت دوه ځله سقوط وکړ او امنیتي ستونزې پکې خورا ډېرې دي، نو دې ټکي ته په کتو په دولتي او خوصي پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو شمېر ډېر کم دی. د لوړو زده کړو دې موسسې ته د ورځې په دوو وختونو کې محصلین د زده کړو لپاره ورځي.

نمر د لوړو زده کړو خصوصي موسسې تر اوسه پورې له خپلو دواړو پوهنځیو دوې دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. ښاغلی منیب وایي چې دویمه دوره محصلین یې څه موده وړاندې فارغ کړل چې شمېر یې ۸۰ کسانو ته رسېده. د نوموړي په خبره، په دې ډله کې لس یې ښځینه محصلینې وې. منیب وایي چې فارغ شوي ډېری محصلین یې خپله د کندوز ولایت او یا هم د هېواد په نورو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په کار پوه او مسلکي کسان فارغ کړي، څو د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره ګټور ثابت شي.

په نمر د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې د ۳۷  استادانو لخوا مخ ته وړل کېږي چې په دې کې دایمي او قراردادي دواړه استادان شامل دي. د ښاغلي منیب په خبره، استادان یې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس تر کچې لوړې زده کړې او د تدریس په برخه کې کافي تجربه لري. دی وایي، د استادانو هڅه یې دا ده چې ټولنې ته مسلکي او تجربه لرونکي کسان وړاندې کړي.

که څه هم چې ښاغلي منیب په کور د ننه له دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره د علمي اړیکو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې له هېواده بهر د تاجکستان له ملي پوهنتون سره د علمي اړیکو یوه هوکړه لري، چې له مخې به یې استادان او فارغ شوي محصلین دغه پوهنتون ته د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره ورځي. دی وایي، اوس یې هم ځینې استادان د تاجکستان په ملي پوهنتون کې د ماسټرۍ په اخیستو بوخت دي. هغه زیاتوي، دا چې تاجکستان له کندوز ولایت سره ګډه پوله لري، نو که امنیتي وضعیت ښه شي، دوی به د تاجکستان د ملي پوهنتون ځینو استادانو ته دعوت ورکړي، څو په نمر د لوړو زده کړو موسسه کې د تدریس چارې مخ ته یوسي. نوموړی زیاتوي چې که لوړو زده کړو وزارت اجازه ورکړي، د تاجکستان د ملي پوهنتون په همکارۍ به په ځینو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام هم پیل کړي.

د نمر د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، دا چې کمپیوټر ساینس عملي کار او کمپیوټر لب ته جدي اړتیا لري، نو د محصلینو لپاره یې مجهز او په ټولو امکاناتو برابر کمپیوټرلب چمتو کړی دی. دی وایي، د کمپیوټر لب تر څنګ دوه ډوله فزیکي او ډیجیټالي کتابتونونه هم لري. د ښاغلي منیب په خبره، که څه هم چې په افغانستان کې د کمپیوټر ساینس په برخه کې سرچینې یو څه کمې دي، خو دوی توانېدلي چې د ۲۷۰۰ په شاوخوا کې یوازې د کمپیوټر ساینس پوهنځي اړوند کتابونه ولري. دغه راز یې د حقوقو او سیاسي علومو پرخه کې او تر څنګ د ازادې مطالعې لپاره هم کافي کتابونه د محصلینو او استادانو لپاره په دغه کتابتون کې ځای پر ځای کړي دي، څو محصلین او استادان له دې کتابونو څخه د مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. منیب وایي، هڅه یې دا ده څو ورځ تر بلې په هر اړخیزه توګه خپل کتابتون لا غني کړي. د نمر د لوړو زده کړو موسې رییس وایي، د کتابتون او کمپیوټر لب تر څنګ یې محصلینو ته د ماډرن تدریس ټول امکانات هم برابر کړي دي.

د نمر د لوړو زده کړو موسسې اداره وایي، د لوړو زده کړو په برخه کې یې له فعالیت یوازینۍ موخه دا ده څو د هغو کسانو لپاره چې غواړي لوړې زده کړې وکړي، زمینه برابره کړي. دی وایي، د دوی تر فعالیت مخکې په کندوز ولایت کې د لوړو زده کړو خصوصي موسسو له خلکو ملا ماتوونکي فیسونه اخیستل، خو د دوی موسسه یوازینۍ هغه ده چې له محصلینو څخه په ډېره ټیټه کچه فیس اخلي او په لوړ کیفیت درس ورکوي. دی وایي، له پنځوس سلنې نیولې تر شپېته سلنې پورې محصلینو ته تخفیف ورکوي او ان شل سلنه محصلین یې په وړیا ډول منلي دي. منیب وایي، دا چې دوی خپله د کندوز ولایت اوسېدونکي دي او د سیمې د خلکو اقتصادي ستونزې او وضیعت ښه درک کولای شي او ورته معلوم دي، نو د دوی اقتصادي وضعیت ته په کتو له محصلینو فیس اخلي، داسې چې هر څوک وکولای شي په دې موسسه کې نوملیکنه وکړي او خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د نمر د لوړو زده کړو موسسې رییس د خصوصي او دولتي پوهنتونونو تر منځ کوم ځانګړی توپیر نه ویني او وایي چې دواړه هڅه کوي چې د هېواد بچیان د علم په ګاڼه سمبال کړي. دی وایي، ویلای شي چې کېدای شي خصوصي پوهنتونونه تر دولتي ځکه غوره وي، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د سیالۍ او تجارت موضوع هم مطرح کېږي او هر پوهنتون هڅه کوي چې په کیفیت کې تر بل غوره وي او کیفیت هغه وخت لوړ ځي چې مسلکي او تجربه لرونکي استادان ولري او محصلینو ته د زده کړو ټول امکانات برابر کړي، ځکه محصل د پیسو په بدل کې زده کړې کوي، نو معلومه خبره ده چې محصل بیا په جرئت سره په لوړ کیفیت د زده کړو او امکاناتو غوښتنه کولای شي.

د طب او اقتصاد پوهنځیو اېجادول او په هر اړخیزه توګه پرمختګ کول د نمر د لوړو زده کړو موسې د ادارې راتلونکو پلانونه دي. د دې موسسې رییس وایي، په دې اړه یې لوړو زده کړو وزارت ته غوښتنلیکونه هم سپارلي دي. هغه زیاتوي چې په دې برخه کې لوړو زده کړو وزارت ځینې معیارونه لري چې تر پوره کولو وروسته به دوی د نویو پوهنځیو په اېجاد، له موسسې څخه پوهنتون ته په ارتقاع ورکولو او ماسټرۍ پروګرام پر پیلولو لاس پورې کړي. ښاغلی منیب یوه ستونزه چې د ټولو خصوصي پوهنتونونو ګډه ستونزه یې یادوي، له خصوصي پوهنتونونو څخه په لوړه کچه د مالیې اخیستل په ګوته کوي. نوموړی وایي، مالیې وزارت دې خصوصي پوهنتونونو ته د سوداګرو په سترګه نه ګوري، بلکې د یوه اکاډمیک مرکز په سترګه دې ورته وګوري چې د هېواد بچیان روزي، د زده کړو په ګاڼه یې سمبالوي، څو د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي، نو د دومره لوړې مالیې پر اخیستو دې له سره غور وکړي، څو دغه پوهتنونونه پرمختګ وکړي، پر خپلو پښو ودرېږي او په آرم فکر او ډاډه زړه پرېکړه وکړای شي.

Share26Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي‌ جين پينګ: د يي وو ښار د پرمختګ تجربه دې راغونډې او وکارول شي

اپریل 23, 2026

بېجينګ: د ياسوکوني معبد په اړه د جاپان منفي کړنې د نړيوال عدالت خلاف پاروونکی عمل دی

اپریل 23, 2026

د چین او کمبوډیا د خارجه او دفاع وزیرانو (۲+۲) د ستراتیژیک ډیالوګ میکانیزم لومړی غونډه ترسره شوه

اپریل 23, 2026

کوریا جمهوريت چين ته د داوطلبه پوځيانو جسدونه وسپارل

اپریل 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In