د هډوکو د ورستوالي ناروغي د نارینه وو په پرتله په ښځو کې زیاته لیدل کېږي، خو کله کله په نارینه وو کې هم لیدل کېږي. نړیوالې څېړنې ښيي چې ۱۵سلنه هغه نارینه چې عمرونه یې له ۵۰ کلونو لوړ وي، د هډوکو د ورستوالي له ناروغۍ سره مخ دي.
د دې لپاره چې له دې ناروغۍ مو ځان ژغورلی وي، غوړې او یا نیمه غوړې شیدې وخورئ. شیدې په خپل ترکیب کې کلسیم او ویټامین (ډي) لري. دغه ویټامین د ټسټسرون له تولید سره مرسته کوي. دا هغه هورمون دی چې په هډوکو کې د کلسیمو کچه کنټرولوي او نه پرېږدي چې کلسیم یې ضایع شي.
دغه راز کولای شی له شیدو پرته له نورو لبنیاتو څخه هم د هډوکو د پیاوړتیا لپاره ګټه واخلی. هڅه وکړئ چې په ورځني ډول هرو مرو د لبنیاتو له ډلې هغه که شیدې، مستې او یا هم پنېر وي؛ یو ځل ګټه واخلئ.