په کابل کې یو امریکایي چارواکي چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله رسنیو ته ویلي چې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له پنځه اډو څخه امریکايي ځوکونه وتلي دي. نوموړي ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته دا لومړی ځل دی چې په دومره کچه امریکايي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا او لغمان ولایتونو کې له امریکایي اډو څخه وځي. په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي، ځواکونه به یې له داعش او القاعده ترهګریزو ډلو سره جګړې او د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر ۸۶۰۰ او د ناټو ځواکونو هغه بیا ۱۲ زره ته را ښکته شوی دی.