پاکستاني سوداګر او د سوداګرۍ د برخې چارواکي وایي نږدې دوه زره پاکستانۍ لارۍ له یوې میاشتې راهیسې په تورخم بندر کې ولاړې دي. ددوی په وینا دغه په توکو بار لارۍ له نږدې یوې میاشتې راهیسې په تورخم بندر کې ولاړې دي خو افغان حکومت اجازه نه ورکوي چې خپل توکي افغانستان ته د ننه کړي او تر نورو ولایتونو یې ورسوي. د پاکستان د سوداګرۍ د ټولنې مشر ضیاالحق سرحدي وايي، په دې لاریو کې ډېری یې د افغان سوداګرو توکي لېږدوي خو افغان حکومت ورته ستونزې جوړې کړې دي. نوموړي له حکومت وغوښتل چې له دغه سوداګرو سره خپلې ستوزې ژر تر ژره حل کړي او اجازه ورکړي چې سوداګر خپل توکي افغان بازارونو ته د ننه کړي. تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په هرات او تورخم کې زرګونه موټرونو د مالیاتو د لوړېدو له امله په توکو بار ولاړ دي او میاشتې کېږي چې له ګمرکونو د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. سوداګر وایي چې حکومت یو ځلي مالیات لوړ کړي دي او دوی یې د پرېکولو توان نه لري.