په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو ځل بیا مخ پر زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د دویم ځل لپاره مخ په بره روانې دي او شمېره یې ډېرېدونکې ده. دغه سازمان له حکومتونو غواړي چې په خپلسرې توګه دې بندیزونه نه ختموي او په دې توګه دې میلیونونه انسانان د مرګ خولې ته نه ټېل وهي. د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۴۲۲۴۸۶ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه ۶۰۴۸۲۳ کسه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله مړه شوي هم دي. د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړې شمېرې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.