عبدالله وايي، په افغانستان کې د اطلاعاتو او اړیکو د ټکنالوجۍ په برخه کې ۲،۳ میلیارد ډالره پانګونه شوې ده. د اجرایيه رياست مرستيال وياند فريدون خوځون وويل چې اجرایيه ریيس عبدالله دا موضوع پرون د متحده عربي اماراتو کې د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په کنفرانس کې د وینا پر مهال یاده کړې ده. اجرایيه رییس وویل چې په اطلاعاتي او ارتباطي برخه کې افغانستان له ۲۰۰۱ کال سره د پرتلې وړ نه دی او په دې برخه کې یې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. هغه وویل، د تېر کال د جون تر میاشتې پورې په افغانستان کې د بې سیم ټيلېفون درلودونکو شمېر ۲۱،۳ میلیونه کسانو ته رسېده او نږدې ۹،۷ میلیون کسانو له انټرنېټ نه ګټه پورته کوله چې په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ لاسته راوړنه ګڼل کېږي. هغه زياته کړه، افغان دولت د نوري فایبر شبکه چې ۴۵۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۲۵ ولایاتو ته غځولې چې ۹۰ سلنه هېوادوالو ته له انټرنېټ سره د وصل کېدو اسانتیاوې برابروي. په دغه کنفرانس کې د افغانستان د مخابراتو وزير هم ګډون کړى دى.