د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د چین جاسوسې شبکې د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ ټلېفوني مکالمې څاري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت له دې ادعا وروسته په طنزیه انداز ویلي، که ټرمپ غواړي چې د ټلېفون جاسوسي یې ونه شي، د هواوې له ګرځنده ټلېفون څخه دې ګټه واخلي.
د ټرمپ په اړه دغه راپور دا پوښتنه رامنځته کړې چې د نړۍ مهم سیاسي مشران کوم ډول ټلېفونونه استعمالوي؟
په دې مطلب کې به په همدې اړه معلومات درکړو:
۱- باراک اوباما
د امریکا مخکیني ولسمشر بارک اوباما د بلک بري له سمارټ فون څخه ګټه اخیسته.
د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، د اوباما ټلېفون درې زره امریکایي ډالره بیه لرله.
کېدای شي پوښتنه درته پیدا شي چې دغه ټلېفون څه ځانګړنې لرلې او ولې دومره ګران بیه و؟
د اوباما سمارټ فون د نړۍ له تر ټولو خوندي ټلېفونونو څخه و. دغه ټلېفون نه واټس اپ درلود او نه کمره. په یاد شوي ټلېفون کې د پيغام استولو وړتیا هم نه وه. دا ټلېفون د تر ټولو لوړ امنیت لرلو لپاره په نړیوال معیارسمبال شوی و.
۲- هېلري کلېنټن
د امریکا د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیره او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ سیاله هېلري کلېنټن هم د اوباما په شان بلک بري ټلېفون کاراوه.
هېلري کلېنټن په ټولنیزو شبکو کې د عکس خپرولو عاشقه وه، په همدې دلیل یې ځينې ټولنیزې شبکې هم په خپل فون کې فعاله کړې وې.
۳- ولادیمیر پوتین
د پوتین په اړه ادعا شوې چې له ګرځنده ټلېفون څخه ګټه نه اخلي، خو د تلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې هغه د ګلوناس په نوم له ګرځنده ټلېفون څخه استفاده كوي.
۴- د برېټانیا سلطنتي کورنۍ
دا کورنۍ ټوله پر ایفون ټلېفون مینه ده. په وروستي ځل له پرنس ویلیام سره یو ایفون ټلېفون په لاس کې لیدل شوی. هغه د ۲۰۱۳ ز کال په المپیک سیالیو کې دا ټلېفون له ځان سره درلود.
۵- کېم جونگ اون
د شمالي کوریا د رهبر ټلېفون ډېر مشکوک دی. د هغه د فون په اړه هېڅ معلومات نشته چې کوم ماډل دی.
د هغه له یوه خپاره شوي عکس څخه څرګندېږي چې (اېچ ټي سي باټرفلای) ماډل سمارټ فون کاروي.
په شمالي کوریا کې خلک د «اریرنگ» په نوم د ټلېفونونو داخلي تولیدات لري.
له دغو داخلي تولیداتو څخه محدود خلک چې د ټولې شمالي کوریا لس سلنه او مهم خلک دي، ګټه اخلي.
یو ګومان دا هم دی چې د شمالي کوریا رهبر هم له دغه ټلېفون څخه استفاده کړې ده.
۶- انگلامېرکل
د المان د لومړۍ وزیرې او مقتدرې سیاستوالې انګلامېرکل په اړه ویل شوي چې له نوکیا ٦٢٦٠ ماډل او بلک بري ټلېفونونو څخه ګټه اخلي.
ویل شوي چې د هغې د دفتري کارونو ټلېفون نوکیا دی.
۷- ډونالډټرمپ
وېل کېږي چې ټرمپ خپل ټوېټونه د عمومي اړیکو له لارې ترسره کوي.
ټرمپ له ولسمشرۍ څخه مخکې له سامسونګ ګلکسي ټلېفون څخه ګټه اخیسته.
ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته له ایفون ټلېفون څخه ګټه اخیستل پيل کړل.
دا خبره د ده د ټولنیزو رسنیو مدیر ډان اسکاوینو هم په یوه ټوېټ کې تایید کړې ده.
۸- امانويل مکرون
د فرانسې تر ټولو ځوان ولسمشر د دفتر خپاره شوي تصویرونه څرګندوي چې د هغه پر مېز دوه ایفونونه اېښودل شوي.