له روغتیايي اړخه مڼه تر ټولو پیاوړې او غوره مېوه ګڼل کېږي. په نړۍ کې لومړی چین او دویم امریکا د مڼو ستر تولیدوونکي هېوادونه دي.
دا مېوه ګڼې ګټې لري او کولی شي انسان له مهلکو ناروغیو وژغوري. دلته د مڼې له ځینو ګټو یادونه کوو چې په روغتیا کې ډېر رول لري:
۱– زړه ته ډېره ګټوره ده
مڼه د انټي اکسیدانت تر ټولو غوره سرچینه ده. دا مېوه په خپل ترکیب کې په ډېره اندازه پولیفینول (Polyphenol) او فلوو نایډز (Flavonoids) لري، هغه چې د زړه د روغتیا لپاره ډېر ګټور دي. دا مېوه د بدن د بېلابېلو منرالونو او پوتاشیم اړتیا پوره کوي. یادې مادې د زړه د روغتیا لپاره اړینې ګڼل کېږي. په ورځني ډول یو ګیلاس د مڼې اوبه د زړه روغتیا او فعالیت نورمال ساتي.
۲– د سالنډۍ مخنیوی کوي
د مڼې یو له غوره خاصیتونو دا دی چې دغه مېوه په ځانګړې اندازه فلوونایډز (Flavonoids) لري. د فلوونایډز نومي مواد د سالنډۍ د مخنیوي لپاره یو له غوره درملو څخه ګڼل کېږي. پر دې سربېره فلوونایډز د انسان سږي پیاوړي کوي. څېړنو ثابته کړې ده چې د مڼې د اوبو څښونکي د هغو کسانو په پرتله ډېر روغ او پیاوړي وي، کوم چې دا اوبه نه څښي.
۳- هډوکي غښتلي کوي
مڼه په ډېره اندازه ویټامین سي (C)، اوسپنه (Iron)، برون (Boron) او نور ګټور مواد لري. یاد ګټور مواد د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کوي.