د کندهار ولایتي چارواکي وايي، ناپیژاندو و سله والو نن د زابل ولایت د شملزو پر ولسوال د کندهار په یوولسمه حوزه کې برید کړی، چې له امله یې هغه وژل شوی او زوی ټپي دی. د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز ويلي، چې د شملزو له ولسوال سره يې زوی هم د وسله والو ترغلچکي برید لاندې راغلی او ټپي شوی دی. دده په خبره مهمند نصرت له خپلې کورنۍ سره یو ځای په کندهار کې اوسېده، چې نن دوه بجې دوو موټرسایکل سپرو وسله والو برید ورباندې وکړ. دده په خبره د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او ډېر ژر به معلومات له خلکو سره شریک کړي. د نصرت کورنۍ د نوموړي وژل کېدل تایید کړي دي او له حکومت یې غوښتي چې د پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. بلخوا ته تېره شپه لس ګونه وسله والو طالبانو د زابل د نوبهار ولسوالۍ د سقوط لپاره لویه حمله کړې چې د چارواکو په وینا ۱۱ پوليس پکې وژل شوي.