دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

    خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

    قانع: ۹۵ سلنه امنیتي ځواکونه په ینفورم سمبال شوي

    ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه معلوماتي پوهنتون

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه

حمیدالله حمیدي

جولای 26, 2020
in پوهنتون
0 0

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې خپلې رسمي چارې د افغانستان په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجسټر وروسته په کندوز ولایت کې د یوه پوهنځي (ستوماتولوژي) په درلودلو سره پیل کړې دي. د دې موسسې سرپرست او علمي مرستیال ډاکټر فضلیار وایي، چې د لوړو زده کړو موسسه یې اوس هم همدا یو پوهنځی لري چې عملاً محصلین ور سره په لوړو زده کړو بوخت دي او یاد پوهنځی نور کوم ځانګړي ډېپارټمنټونه نه لري.

د لوړو زده کړو د دې موسسې سرپرست او علمي مرستیال وایي، چې په لومړي سر کې یې د کانکور له ازموینې وروسته ۱۵۲ محصلین جذب کړل، خو په ۱۳۹۴ کال کې کله چې کندوز ولایت سقوط وکړ، ځینې محصلین یې شهیدان او ځینې نورو یې د ناوړه امنیتي شرایطو له کبله له دغه ولایت کډه وکړه، چې دوی ته یوازې ۹۴ محصلین پاتې شول. دی وایي، همدا سږ کال یې دغه محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. د ښاغلي فضلیار په خبره، د فارغ شویو محصلینو په ډله کې یې ۱۶ ښځینه محصلینې وې. دغه راز په ۱۳۹۵ کال کې یو ځل بیا د کندوز تر سقوط وروسته دوی ځینې محصلین له لاسه ورکړل، خو اوس په ټوله کې د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د ۲۴۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو طبي پوهنځیو ته په یوه کانکور ازموینه کې یوازې د سلو نویو محصلینو د جذب اجازه ورکړې ده، مانا دا چې سل تنه په پسرلني او سل تنه په خزاني سمیسټر کې جذبولای شي. دی وایي، دا چې په کندوز ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی، نو دوی کولای شي په کال کې یوازې سل تنه نوي محصلین جذب کړي. د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې سرپرست وایي، چې یوازې د لومړي ټولګي محصلین د ورځې په دوو وختونو او پاتې نور د ورځې یوازې په یوه وخت کې زده کړو ته ورځي. ښاغلی فضلیار وایي، د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله دوی خپلو محصلینو ته په ډېره لوړه کچه تخفیف ورکوي. دی وایي چې ان تر ۷۰ سلنې پورې تخفیف لري.

په شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د تدریس چارې د ۱۱ استادنو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې ډله کې یوه یې ښځینه استاده او پاتې نور یې نارینه استادان دي. دی وایي چې هڅه یې کړې ده په کار پوه او تجربه لرونکي کسان په دندو وګوماري، څو ټولنې ته هم مسلکي کسان د خدمت په موخه وړاندې کړي.

د لوړو زده کړو په یاده موسسه کې د محصلینو او استادانو لپاره د کتابتون اسانتیا هم برابره شوې ده. ښاغلی فضلیار وایي چې په کتابتون کې یې د ستوماتولوژۍ پوهنځي اړوند د ۱۶۰۰ په شاوخوا کې کتابونه ځای پر ځای کړي دي. د کتابتون تر څنګ یې د محصلینو د عملي کار لپاره څلور یونټونه هم ځای پر ځای کړي دي چې محصلین کولای شي له نظري زده کړو وروسته په دغو یونټونو باندې عملي کار هم وکړي. دی وایي، هڅه کوي په کندوز ولایت کې د محصلینو لپاره د عملي کار زمینه برابره کړي، خو دا چې په کندوز ولایت کې امنیت سم نه دی او نه هم کوم کادري دولتي روغتون شته چې محصلین ور واستوي، نو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. له دې سره سره یې هڅه کړې ده چې په کابل کې له دولتي کادري روغتونونو سره خبرې  وکړي، څو خپل محصلین د سه تاج دورې بشپړولو لپاره ور واستوي، خو تر اوسه یې ترې مثبت ځواب نه دی اورېدلی. دی وایي، تر ډېره دولت په کندوز او یا خپله په کابل ولایت کې هم دومره امکانات نه لري چې د دولتي پوهنتونونو د طبي پوهنځیو د محصلینو تر څنګ د خصوصي پوهتنونونو محصلینو ته هم د عملي کار یا سه تاج دورې بشپړولو لپاره زمینه برابره کړي، نو دوی اړ دي چې په دې برخه کې له ځینو خصوصي روغتونونو سره خبرې وکړي او خپل محصلین ور واستوي.

د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې سرپرست او علمي مرستیال وایي، چې دوی په کندوز ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو یوه اتحادیه لري، چې دغه اتحادیه په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره په اړیکه کې ده. کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو اول هڅه کوي چې ستونزه یې خپله په ولایت کې حل شي او که په ولایت کې حل نه شي، نو بیا له مرکزي اتحادیې سره شریکېږي او هغوی یې په حل کې ور سره مرسته کوي. دی وایي چې په دې سره ویلای شي چې له ټولو خصوصي پوهنتونونو او تر څنګ یې د هېواد په کچه له دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري.

ښاغلی فضلیار وایي، افغان حکومت په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت محصلینو ته د عملي زده کړو په برخه کې کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړي، خو دوی هڅه کوي چې د نظري زده کړو تر څنګ خپلو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي. دی وایي، کتابتون یې د محصلینو او استادانو په چوپړ کې دی او تر څنک یې د عملي زده کړو لپاره محصلینو ته د غاښونو جوړولو یونټونه هم په واک کې ورکړي دي. دی وایي، وخت ناوخت محصلینو ته سمینارونه او ورکشاپونه دایروي، څو یې محصلین تجربې خپلې کړي او وړتیاوې یې لوړې شي.

د شهید سید جان د لوړو زده کړو موسسې اداره د دې تر څنګ چې د لوړو زده کړو موسسه لري، په طبي برخه کې د نیمه لوړو زده کړو انستېتیوت هم لري چې د فارمسۍ، قابلګۍ او طبي تکنالوژۍ په برخه کې کسان روزي. ښاغلی فضلیار وایي چې لوړو زده کړو وزارت ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، څو د ستوماتولوژۍ پوهنځي تر څنګ د ځینو نورو طبي پوهنځیو د فعالیت جوازونه ورکړي او دا یې د موسسې د پرمختګ په راتلونکو پلانونو کې دي.

د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین پروګرام پیلولو هرکلی کوي، خو یوه ترخه خاطره هم ترې لري. ډاکټر فضلیار وایي چې دوه کاله وړاندې دوی ته د کیفیت د تضیمن پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت له لوري یو مکتوب ورسېد، چې په اصلي موخه یې دوی پوه نه وو، خو له یوه کال وروسته د لوړو زده کړو وزارت له لخوا د ورغلي پلاوي له لوري د یوه کال لپاره د دوی موسسه وتړل شوه، چې دغه څه یې د افغانستان بیا په ځانګړې توګه د کندوز په کچه د دوی اعتبار صفر ته را ښکته کړ. دی وایي چې نه یوازې دوی ته یې اقتصادي ضربه ورسوله، بلکې اعتبار یې هم ور زیانمن کړ. ښاغلی فضلیار وایي چې لوړو زده کړو وزارت ته پکار وه چې لومړی یې په دې برخه کې خصوصي پوهتونونو ته عامه پوهاوی ورکړای وای او وروسته یې بیا دغه پروګرام پیل کړی وای. نوموړی وایي چې له یوکال ځنډ وروسته دوی په زړه نا زړه بېرته خپلې چارې پیل کړې، خو هغه ضربه چې خوړلې یې ده، تر اوسه هم دوی هغه ځای ته نه دي رسېدلي چې تر دې مخکې وو. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې د یوه خصوصي پوهنتون په توګه یې د دوی ملا تړلې وای، اقتصادي او روحي ضربه یې ورکړه.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شاهین او مونافي د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې

سپتمبر 7, 2026

خلیلزاد: بهرني شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري

سپتمبر 7, 2026
BANDAR ABBAS, IRAN - AUGUST 10: Ships are anchored in the Strait of Hormuz on August 10, 2026 off the coast of Bandar Abbas, Iran. In a recent statement, Iran's Supreme National Security Council said the vital waterway would not reopen until the United States "corrects its behavior," demanding that the U.S. end its war on Iran and compensate the country for war damage, among other conditions. Iran has largely halted vessel traffic through the strait with the threat of strikes; meanwhile, the U.S. has imposed a blockade on Iranian ports. (Photo by Ali Saeedi/Getty Images)

ایران له هرمز تنګي څخه د باندې ممنوعه سیمه جوړوي

سپتمبر 7, 2026

زيلينسکي: د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي او ورسره پلاوي سره مې لیدنه له خورا عملي او اساسي پایلو ډکه وه

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In