د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، پر هیواد به یې د امریکا بندیزونه د نړیوال نظم لپاره بدې پایلې ولري. جواد ظریف په یوه خبري غونډه کې د ټولو هغو هیوادونو ستاینه وکړه چې دده په وینا پر ایران یې د امریکا د بندیزونو له لګول کېدو سره مخالفت کړی دی. د امریکا د بندیزونو پر وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې څرګندونې کوي چې ټاکل شوې امریکا په نږدې ورځو کې د ایران د تیلو پر سکتور نوي بندیزونه اعلان کړي. امریکا وروسته له هغې چې له ایران سره د ۲۰۱۵م کال له اتومي تړون ووتله، د اګست میاشت کې یې د ایران د موټرو، فلزانو او قالینو پر صادراتو بندیزونه ولګول. دې بندیزونو په ایران کې پراخې اقتصادي ستونزې جوړې کړې دي خو ایران لا هم ځان پياوړی ښيي او د امریکا پر وړاندې یې مقاومت ته ادامه ورکړې ده.