د سولې عالي شورا وایي طالبان او امریکا به بیا د سولې خبرو ته سره کېني. ددغه شورا مرستیال حاجي دین محمد وايي د طالبانو له لوري له امریکا سره د خبرو او مذاکراتو ردول دومره جدي مسئله نه ده. دده په خبره طالبان او امریکایان به بیا د سولې په اړه مذاکرات پيل کړي او دا هر څه یوازې د ډېر امتیاز د اخیستلو په موخه ترسره کېږي. وسله والو طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی له امریکا سره د سولې مخامخ خبرې نه کوي. د طالبانو ویاند د رویټرز او نورو غربي رسنیو هغه راپورونه رد کړي، چې ویلي یې وو، په نږدې وختونو کې به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې په تړاو لیدنه کېږي. حاجي دین محمد بیا وايي، چې که امریکا په رښتیا د سولې اراده ولري، نو له طالبانو سره به هره ستونزه په ارامۍ حل کړي او دوی ته یې حللارې معلومې دي.