د خوست ولایت چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د ۶۳ ښوونځیو لپاره د ودانۍ جوړولو چارې یې پیل کړې دي. د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، د ښوونځیو د جوړولو بهیر یې په سمبولیکه بڼه له ګربز والسوالۍ نه ځکه پیل کړ چې دا د سولې ولسوالي ده. هغه زیاته کړه په پام کې ده چې په خوست کې د ښوونځیو لپاره ۶۳ ودانۍ جوړې شي چې ۳۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. نوموړي هیله وښوده چې د دې ښوونځیو د ودانیو په جوړولو سره به په یاد ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو د کمښت ستونزه څه نا څه را کمه شي. په ورته وخت کې د هېواد د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي وایي، په راتلونکو دوو کلونو کې به یاد وزارت د خوست ۲۱۹ ښوونځیو ته چې ودانۍ نه لري، ټولو ته به د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړې کړي. د معلوماتو له مخې اوسمهال د خوست ۶۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري چې ډیری یې په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې دي.