د راپورو له مخې د سریلانکا هیواد SCL لیګ تجارتي کرکټ سیالۍ به د هندوستان له ای پي ایل سیالیو څخه وروسته، د نوومبر میاشتې په نیمایي کې پیل شي. ټاکل شوې وه چې دا سیالۍ د روانې اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه پيل شوې وای؛ خو د کورونا ویروس او ځینو نور ستونزو له امله وځنډول شوې. د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامې سیلوا له ایسفاین کریک انفو سره په خبرو کې ویلي، چې روغتیایې سپارښتونو ته په پام کې نیولو سره دا لیګ په اګسټ میاشت کې ناممکنه وه، چې ترسره شوی وای. سیلوا زیاته کړې، چې د سریلانکا کورنۍ تجارتي سیالۍ به تر ای پي ایل وروسته په نوومبر میاشت کې ترسره شي. داسي هم ویل شوي چې دا لیګ ځکه ځنډول شوی، چې بهرنیو لوبغاړو د ای پي ایل په خاطر پکې د نه ګډون اعلان کړی وو .د ای پي ایل لیګ سیالۍ د روان کال سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د نوومبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.