د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي وي جې ګوهال په نوي ډهلي کې د یوه اقتصادي کنفرانس پر مهال ویلي چې هېواد یې له مرکزي اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د لرلو لپاره له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخوي. دده په وینا هند پر چابهار بندر هر اړخیز کار کوي او هڅه کوي دغه بندر په سیمه کې په یوه فعال او ستر بندر بدل کړي. هغه زیاته کړې چې دمګړی ددغه مهم بندر په اړه له امریکا سره هم خبرې روانې دي او له دوی غوښتل شوي چې یاد بندر له خپلو بندیزونو وباسي. د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي د افغانستان ثبات د سیمې د پرمختګ لپاره خورا مهم ګڼلی دی او وایي دوی له کابل سره د ثبات راوستو، سولې او سوداګرۍ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوي.