طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) راپور رد کړی دی او ویلي یې دي چې دوی پیاوړي دي او د هیچا ملاتړ ته اړتیا نه لري. یاده ډله د پنټاګون د هغه راپور په غبرګون کې چې ویلي یې دي القاعده په یو شمېر بریدونو کې له طالبانو سره مرسته کوي وایي، دا ډول راپورونه د یو شمېر سوله ضد کړیو له لوري د شخصي او شومو اغراضو لپاره خپرېږي چې دوی یې په کلکه ردوي. خبرپاڼه کاږي، دا پاروونکي راپورونه به د سولې برخه کې د امریکا پر نیت افغانان نور هم شکمن کړي. خبرپاڼه کې راغلي، دوی د دوحې تړون کې ژمنه کړې ده چې له افغان خاورې به امریکا او د هغوی متحدینو ته ګواښ نه پېښېږي او دغه ډله، شوې هوکړې ته ژمنه ده. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې طالبان له امریکایانو، افغان سیاستوالو او د سولې له اړوندو جهتونو غواړي چې د امریکا په نظامي دستګاه کې د یو شمېر مغرضو کړیو په غلطو راپورونو تېر نه وځي.