د هېواد د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په ارزګان ولایت کې پر ملکي تلفاتو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. د نوموړي پر رسمي فیسبوک پاڼه په خپاره شوي رسنیز یادښت کې راغلي، له خاص ارزګان ولسوالۍ نه داسې راپورونه را رسيږي، چې د وسلوالو طالبانو او ځايي پاڅونوالو ترمنځ نښتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. سرچینه کاږي، ملکي تلفات په هيڅ صورت د قبول وړ نه دي. نوموړي ویلي چې دی د عام ولس پر وړاندې دا ډول عمل په کلکه غندي او پر ښکېلو لورو غږ کوي، چې د ملکي وګړو د سر او مال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. د سرچینې د معلوماتو له مخې د روان تاوتريخوالي له امله د سيمې اوسيدونکي د خوراکي توکیو او د ژوند د لومړنيو اړتياوو له کمښت سره مخ شوي دي. نوموړي له دولت او اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کړې، چې ملکي وګړو ته بيړنۍ بشري مرستې ورسوي او د نورو ستونزو د رامنځته کيدو مخنیوی وکړي.




































