د کرنې وزارت چارواکي وایي چې روانه اوونۍ به افغانستان چین ته ۲۳ زره تڼه تور جلغوزي ولېږي. د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، چې له دې وړاندې به جلغوزي په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل چې په کلني ډول یې څلور نیم سوه میلیونه ډالر عاید درلودل خو له دې وروسته به دا عاید له قانوني لارې لېږدول کېږي چې په کلني ډول به یو میلیاد ډالر ګټه وکړي. افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو د ښه کیفیت لرونکي جلغوزي تولیدوي چې نړیوال بازار یې خورا ګرم دی. دا په داسې حال کې ده چې د جلغوزیو کاروباریان وایي، دوی د جلغوزیو د پلور لپاره نړیوال بازار ته لاسرسی او د افغانستان جلغوزي پاکستان د خپل تولید په نوم نړیوال بازار ته وړاندې کوي چې په کال کې په میلیاردونو ډالر عاید ترې تر لاسه کوي.