فراه کې په نسکورې شوې چورلکه کې د ټاکنو کمیسیون ډیری مواد هم له منځه تللي دي. په فراه ولایت کې د ټاکنو کمیسیون ولایتي رییس وایي، چې د چهارشنبې په ورځ د فراه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د نسکورې شوې چورلکې په پېښه کې د یاد کمیسیون ډیری مواد هم له منځه تللي دي. دا چورلکه چې له فراه ولایت نه یې یو شمېر ملکي او نظامي کارکوونکي لېږدول د یاد ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزو له امله را وغورځېده او پکې سپاره ۲۵ کسان ووژل شول.




































