کابل کې په یو وسله وال برید کې دوو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې په کابل کې په یو وسله وال برید کې یو امریکایي عسکر وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. تر اوسه د پېښې دقیق ځای او څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی. د برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې او امریکایي ځواکونو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.




































