ننګرهار کې د طالبانو او داعش جنګیالیو تر منځ نښته کې ۲۱ وسله وال وژل شوي دي. په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو او داعشیانو تر منځ تازه نښته د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې په سیمه کې رامنځته شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۱ وسله وال وژل شوي دي. د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په وینا، په وژل شویو کې ۱۸ طالبان او ۳ داعش وسله وال شامل دي. که څه هم وسله والو طالبانو او داعشیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، چې هلته د دواړو لوریو تر منځ نښته شوې ده. ننګرهار د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په دې وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.




































