ولسمشر غني يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړی چې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه حکومت د سولې واک پرديو ته نه ورکوي. نوموړي یادې څرګندونې د پکتيکا له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د لېدنې پرمهال کړې دي. قومي مشرانو د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي، د لویو لارو د امنیت د تامین، د ټاکنو په پایله کې د لاسوهنې مخنیوي او د شفافیت رعایتولو، د بندونو او سړکونو رغولو او دویمې درجې ته د پکتیکا د ولایت د ارتقاء په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل. غني زياته کړه چې د دوی ستونزې یې واورېدلې او هڅه به وکړي چې ټولو هغو ته یې رسېدګي وکړي. ولسمشر دغه راز زیاته کړې چې له سیاسې اړخه د سولې زمینه برابره شوې او اسلامي نړۍ او سیمه سولې ته چمتو ده. ده وويل چې افغانستان له پاکستان سره سوله غواړي او پاکستان باید په دې پوه شي چې باثباته افغانستان د دوی په ګټه هم دی.



































