بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه کې د ګډون په اړه خبرې اترې دوام لري او په دې تړاو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د یاد وزارت د ویاند صبغت الله احمدي په خبره د دولت له چوکاټ پرته چې څوک دې غونډه کې ګډون کوي، هغوی خپله استقلالیت لري. احمدي زیاته کړه، د افغان حکومت له ګډون او مالکیت پرته به د غونډې جوړېدل، اغېزناک نه وي. په ورته مهال، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې روسیې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه اته افغان سیاستوال د مسکو غونډې ته وربللي دي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عطامحمد نورهم په کې شامل دي. په ورته وخت کې د پخواني ولسمشرحامد کرزي مطبوعاتي دفتر ویلي چې کرزى له دې امله د مسکو غونډه کې ګډون کوي، څو له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ټول موارد په پام کې ونیول شي. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې یاده غونډه د نوامبر میاشتې په نهمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.



































